ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي

author avatar
8 Oct 2023 - 16:27
بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي
author avatar
8 Oct 2023 - 16:27

فیض‌اباد (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): بدخشان کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په ارګوی ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه پرون د دغه ولایت د ارګوی ولسوالۍ په شم‌قارچي کلي کې له سړکه د یوه بازوړونکي ټونس موټر د وتلو او چپه کېدو له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه، په یاده پېښه کې یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، پېښه په موټر کې د تخنیکي ستونزې له امله شوې ده.

هغه زیاتوي، ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.