کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د هرات ښار اوسېدونکي وایي، دغه ښار یو ځل بیا زلزلې ولړزاوه او یو شمېر خلک له وېرې له خپلو کورونه وتلي دي.
د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمدسلیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې او ۲۵ دقیقې یو ځل بیا هرات کې زلزله وشوه.
هغه وویل چې دوی او ګاونډیان یې د زلزلې له وېرې له خپلو کورونو وتلي او دوی دا مهال د یوه ښوونځي په انګړ کې دي.
د هرات ښار یو بل اوسېدونکی محمدارین هم ورته څرګندونې کوي، وایي چې د زلزلې ټکان زورور و او خلک له خپلو کورونو وتلي دي.
تر اوسه د دې زلزلې د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې په ورځ غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څو پرلهپسې زلزلو ولړزول.
د هرات د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي د تېرې شنبې ورځې زلزله کې د دغه ولایت په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې ۲۰ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۲۴۴۵ کسان مړه او ۲۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP