بامیان (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): بامیان کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د تولید یوه فابریکه او د کیمیاوي توکو یوه زېرمه کشف او له منځه یووړل شوي او په تړاو یې ۱۱ کسان نیول شوي دي.
د باميان د امنيې قوماندانۍ وياند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، د باميان ولايت په ورس ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د توليد او پروسس يوه لویه کارخونه او د کيمياوي توکو يوه زېرمه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د هغه په وينا، د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مديريت پرسونل د يکشنبې په ورځ (د تلې ١٦مه) د ورس ولسوالۍ په «بندکوسه او بستوک» کليو کې د کيمياوي موادو يوه زېرمه او د نشهيي توکو د توليد يوه کارخونه کشف کړي او له منځه یې وړې دي.
هغه څرګنده کړه چې په دغو عملياتو کې شاوخوا ٤٩٠٠ کيلوګرامه مالګه، ٤٢٠٠ کيلوګرامه گچ، ٧٥٠٠ کيلوګرامه کاسټيک سوډا او ١٠٠ کارټن تيزاب چې د نشهيي توکو په پروسس کې ترې کار اخيستل کېده، هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
دغه راز، هغه زياته کړه چې ١١ کسان د يادو قضيو په تړاو نيول شوي او د هغوى دوسيې د باميان د امنيه قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مديريت تر کار لاندې دي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن