جلالاباد (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولين وايي، د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د کشف او استخباراتو کنډک له لوري ۵۶ بورۍ باروت نيول شوي دي.
چارواکي وايي، دغه چاودېدونکي توکي په يو کور کې ځای پر ځای شوي وو چې په تړاو یې یو کس هم نيول شوی دی.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو ویاند وحيدالله محمدي د تلې په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې قول اردو د کشف او استخباراتو کنډک منسوبينو د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار د اتمې حوزې اړوند دامان ساحه کې له يوه کوره ۵۶ بورۍ باروت تر لاسه کړي دي.
هغه زياته کړه، يو کس چې په دغه کور کې يې د يادو باروتو ساتنه کوله هم د دغو توکو په تړاو نيول شوی دی.
دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر تایيد کړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس غوښتل له يادو باروت په تخريبي کړنو کې کار واخلي.
Views: 264
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن