کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ یو پلاوی هرات ته روان شوی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن (دوشنبه) د یوه پیغام خپرولو له لارې په اېکسپاڼه کې لیکلي، د یاد پلاوي د سفر موخه د هرات له زلزلهځپلو سیمو لیدنه ده.
سرچینې زیاته کړې، د دغه سفر په جریان کې به ملا برادر زلزلهځپلې سیمې له نږدې وګوري او د بېړنیو مرستو د رسولو ترڅنګ به زیانمونو کسانو ته د راټولو شوو مرستو د عادلانه وېش په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه هم وکړي.
د یادونې ده، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د هرات د زلزلې په پایله کې دوه زره او ۵۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان تېره ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي وو، د هرات د زلزلې د ټپیانو درملنې لپاره یې د دغه ولایت روغتونونو ته درمل او طبي وسایل لېږلي او د اړتیا پر مهال به ورسره نورې مرستې هم وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP