ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ا.ا مشر د هدایت پر اساس له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره کمېسیون جوړ شو

د ا.ا مشر د هدایت پر اساس له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره کمېسیون جوړ شو

author avatar
9 Oct 2023 - 18:18
د ا.ا مشر د هدایت پر اساس له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره کمېسیون جوړ شو
author avatar
9 Oct 2023 - 18:18

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د ا.ا د مشرتابه د هدایت پر اساس له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر وخت رسېدو او اړوندو چارو د ښه تنظیم په موخه یو کمېسیون جوړ شو.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د مشر مولوي هبةالله اخندزاده د ځانګړي هدایت له مخې د ریيس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د اړونده وزارتونو له وزيرانو سره غونډه ترسره شوه.

سرچینې لیکلي چې په دغه غونډه کې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعيت بحث وشو او د ترلاسه شوو معلوماتو او راپورونو په رڼا کې د جاري ستونزو او مشکلاتو پر حل لارو تفصيلي خبرې وشوې او له دغه هېواده د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د پر وخت رسېدو او د اړونده ادارو د چارو د ښه تنظيم په موخه یو کمېسيون جوړ شو.

د خبرپاڼې له مخې، د یاد کمیسیون د فعالیتونو د انسجام او شفافیت په موخه د ریاست‌الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوې کمیټې ته دنده وسپارل شوه، څو ياد کمېسيون ته ژر طرزالعمل جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.