منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۹ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د ا.ا مشر د هدایت پر اساس له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره کمېسیون جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۵۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د ا.ا د مشرتابه د هدایت پر اساس له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر وخت رسېدو او اړوندو چارو د ښه تنظیم په موخه یو کمېسیون جوړ شو.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د مشر مولوي هبةالله اخندزاده د ځانګړي هدایت له مخې د ریيس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د اړونده وزارتونو له وزيرانو سره غونډه ترسره شوه.

سرچینې لیکلي چې په دغه غونډه کې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعيت بحث وشو او د ترلاسه شوو معلوماتو او راپورونو په رڼا کې د جاري ستونزو او مشکلاتو پر حل لارو تفصيلي خبرې وشوې او له دغه هېواده د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د پر وخت رسېدو او د اړونده ادارو د چارو د ښه تنظيم په موخه یو کمېسيون جوړ شو.

د خبرپاڼې له مخې، د یاد کمیسیون د فعالیتونو د انسجام او شفافیت په موخه د ریاست‌الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوې کمیټې ته دنده وسپارل شوه، څو ياد کمېسيون ته ژر طرزالعمل جوړ کړي.

ارګ زیاته کړې چې د یاد طرزالعمل له مخې به د اړونده ادارو چارې په ښه توګه تنظيم او ترمنځ يې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ روحیه او فضاء رامنځته شي.

د پاکستان پولیسو له تېرو درېیو اونیو راهیسې د افغان کډوالو نيول پيل کړي او د راپورونو له مخې، تر اوسه یې له زرو ډېر کډوال نیولي، په دې ډله کې شاوخوا ۴۰۰ هغه کسان دي چې د کډوالۍ اسناد لري، خو اسنادلرونکي کسان خوشي شوي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، پاکستان کې له نیول شوو زرو افغان کډوالو، د څلورو مړي موندل شوي دي.

د پاکستان دولتي اژانس (ای‌پي‌پي) تېره اونۍ خبر ورکړ چې د دغه هېواد لنډمهاله حکومت د سلګونه زره افغانانو په ګډون د ۱.۱ ميليون بهرنیانو د ایستلو پرېکړه کړې ده، په راپور کې ادعا شوې چې دغه بهرنیان د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري او هلته له کډوالو سره چلند د منلو وړ نه دی او پاکستانی اړخ باید په دې اړه پر خپل پلان له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړې: «تر هغه وخته چې افغان کډوال اهسته او په خپل اختیار سره له پاکستانه وځي، تر هغه د پاکستان حکومت باید زغم ولري.»

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ظالمانه او ناعادلانه بللې او د پاکستان له خلکو يې غوښتي چې خپل حکومت له دې پرېکړې راوګرځوي.

هغه ويلي: «دا پرېکړه غیرعادلانه او بې‌انصافه پرېکړه ده، د پاکستان له شریف ولس، علماوو او له هغو درنو سیاسیونو هیله کوو چې خپل دغه چارواکي چې په داسې شکل له افغانانو سره وحشت او بربریت کوي، له دې کاره را راوګرځوي.»

مجاهد ويلي چې دا ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کوي.

د کډوالۍ په برخه کې ځینو نړۍوالو بنسټونو هم له پاکستانه غوښتي وو چې له پاکستانه دې افغان کډوال په زور نه باسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست