غزنيښار (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د غزني ولايت د مرکز اړوند د کلای امیرمحمدخان سیمې اوسېدونکو په خپله سیمه کې په شخصي لګښت د يوه لومړني ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره كېښوده.
د یادې سیمې یوه استازي حاجي ذکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ښوونځي زدهکوونکو له دې مخکې په خیمو کې او یا تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کولې چې د باران او دوړو پر مهال به یې ښوونځی رخصت و او د ګرمۍ پر وخت کې به له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
د نوموړي په وینا، دغه ښوونځی په یونیم جریب ځمکه کې په پاخه او اساسي شکل په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ټولټال ۱۲ درسي او اداري خونې لري، په ودانۍ باندې یې شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سیمي اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي او د جوړېدو چارې به يې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه: «په دغه ښوونځي کې اوس ۱۲۰۰ ماشومان پر زدهکړو بوخت دي چې د دغه ښوونځي د ودانۍ په بشپړېدو سره به له ټولو اسانتیاوو برخمن شي.»
بلخوا د غزني د پوهنې مسوولین، د یادې سیمې له خلکو د هغوی د مالي ملاتړ له امله مننه کوي.
د غزني پوهنې ریاست د اطلاعاتو مسوول قاري صبغت احمدي پژواک ته وویل، د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري چې له امله یې شمېر زدهکوونکي له ستونزو سره مخ دي.
هغه د غزني له نورو خلکو هم غوښتنه وکړه چې د دې سیمي د خلکو په څېر دې خپلو ماشومانو ته د زدهکړو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي .
د یادوني ده، د یادې سیمې خلکو تېر کال هم په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره اېښې وه چې لا یې هم کارونه بشپړ شوي نه دي.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن