ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان سږ کال له نهو میلیونو کروندګرو سره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان سږ کال له نهو میلیونو کروندګرو سره مرسته کوي

author avatar
9 Oct 2023 - 17:24
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان سږ کال له نهو میلیونو کروندګرو سره مرسته کوي
author avatar
9 Oct 2023 - 17:24

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مسوولین وايي چې سږ کال به د درې سوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د افغانستان له نهه ميليونه کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو، کيمياوي سرې، کرنيزو وسايلو او د اوبو مدیريت په برخو کې مرسته وکړي.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مرستیالې اليزابت ان‌بېکډول د ننګرهار له والی محمدنعیم اخند سره په داسې حال وکړې چې افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا هم حضور درلود.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د تلې په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ليکلي، د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخند سره ولايت مقام کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا او د خوړو او کرنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي مرستيالې اليزابت ان‌بيکډول او همکارانو يې په دغه ولايت کې د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ او اوبو مديريت په برخه کې د دومداره مرستو تر سره کولو په موخه وليدل.

خبرپاڼه کاږي، د ننګرهار والي د جاپان له سفير او اېف‌ای‌او ادارې له عمومي مرستيالې څخه مننه وکړه، چې افغانانو سره د کرنې او اوبولګولو په برخه کې يې ډېرې مرستې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.