دویم تعقیب، هرات (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): هرات کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د نن سهار زلزلې له امله یو کس مړ او ۱۵۳ نور ټپیان شوي دي.
د هرات له خونړۍ زلزلې څلور ورځې وروسته نن سهار یو ځل بیا په دغه ولایت کې نسبتاً سخته زلزله وشوه؛ د امریکا جیولوژي مرکز له قوله، یاده زلزله د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې وه او مرکز یې رباط سنګي او زندهجان ولسوالۍ ښودل شوی دی.
د هرات حوزوي روغتون رییس محمدبرات معین وایي چې تر اوسه دغه روغتون ته د یوې ښځې مړی او ۱۵۳ ټپیان وروړل شوي دي.
د هغه په وینا، د امبولانس څانګه او د ژغورنې ټيمونه په زیانمن شوو سیمو کې د ټپیانو د ژغورنې او ليږدولو په هڅه کې دي.
بلپلو، ځينې عامې سرچینې وایي چې د نن ورځې زلزلې له امله د هرات په مرکز، رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي او د دغو ورانیو ترڅنګ په زرګونه څاروي هم تلف شوي دي.
Views: 468
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن