کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ازبکستان په ترمز ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ کې د پاسپورټونو د وېشلو او چاپ بهیر پیل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پرون (سهشنبه) ناوخته پر اېکسپاټه د یوه پيغام په خپرولو سره ویلي، د پاسپورټ د چاپ او وېشلو بهیر د یاد وزارت د کنسولګرۍ او جنرال کنسول په هڅو او د ازبکستان په مرسته پیل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، یاد وزارت هڅه کوي څو په ټوله نړۍ کې کنسولي خدمتونو د هېوادوالو قانونی لاسرسی اسانه او شونی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د بهرنیو چارو وزارت ایران کې افغان کډوالو لپاره د پاسپورټونو وېشلو بهیر د پيل خبر ورکړی و.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن