Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د کرکټ ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې

پلخمري (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): بغلان کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ د کرکټ غوراوي سیالۍ پیل شوې.

په بغلان کې د کرکټ بورډ ولایتي مسوول ظریف احمدزی وایي، په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې برخه لري چې د پلخمري د زمانخېلو کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

نوموړی وایي، دغه سیالۍ شل اویزې دي چې تېره ورځ پیل شوې، یوه اونۍ به دوام ولري او ټولې به ۱۱ لوبې ترسره شي.

هغه زیاته کړه، دغه رسمي لوبې دي چې موخه یې د تګړه لوبغاړو په نښه کول او د ولایت په کچه د لوبډلې لپاره غوره کول دي.

د دغو سیالیو یوه ګډونوال عمران پژواک ته وویل، دا لومړی ځل دی چې په هارډبال لوبه ترسره کوي.

هغه وایي، له ډېر کوچنیوالي یې له کرکټ سره مینه ده او غواړي چې په راتلونکي کې په ملي کچه یو پیاوړی توپ‌اچوونکی شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.