ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې راستنېدونکو ته د ښه راغلاست دفتر بېرته پرانیستل شو

د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې راستنېدونکو ته د ښه راغلاست دفتر بېرته پرانیستل شو

author avatar
11 Oct 2023 - 11:10
د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې راستنېدونکو ته د ښه راغلاست دفتر بېرته پرانیستل شو
author avatar
11 Oct 2023 - 11:10

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د کابل هوایي ډګر کې یو ځل بیا راستنېدونکو کډوالو ته د دغه وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان په همکارۍ د ښه راغلاست دفتر پرانیستل شو.

د کډوالو وزارت تېره شپه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د کابل هوایي ډګر کې د بېرته راستنېدونکو ښه راغلاست په موخه د دغه وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر پرانیستل شو.

سرچینې لیکلي، یاد دفتر د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته زیانمن او له فعالیته لوېدلی و چې د کډوالو وزارت د حقوقي ملاتړ ریاست په هڅو او د ګډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په همکارۍ بیا ځلي فعال او بېرته راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره چمتو شو.

دغه وزارت ویلي، د کډوالو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د یاد دفتر پرانستو مراسمو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د مرستو همغږۍ له مسوول عدنان بغجتي سره په خبرو کې وویل: «د راستنېدونکو د ناسم وضعیت له په پام کې نیولو سره له تاسې دا غوښتنه ده چې خپلې نغدي او خوراکي مرستې د کمیت او کیفیت له پلوه زیاتې کړئ، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د واټن په پام کې نیولو سره د راستنېدونکو د اوسېدو لپاره له هوایي ډګره بېرون لنډمهاله ځای چمتو شي چې په دې برخه کې ستاسې همکاریو ته اړتیا لرو.»

دغه راز د کډوالۍ سازمان د مرستو همغږۍ مسوول عدنان بغجتي ژمنه وکړه چې مطرح شوې غوښتنې به د سازمان له مسوولینو سره شریکې کړي.

سرچینې د کډوالو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس غلام‌نبی دادخېل له قوله لیکلي، اوسمهال هر راستنېدونکي ته د یاد سازمان له لوري ۱۴۷ یورو، خوراکي توکي او ځیني نور خدمات ورکول کېږي.

دادخېل ویلي، د ښه راغلاست دفتر پر یو وخت د شاوخوا ۵۰۰ راستنېدونکو د سمبالښت ظرفیت لري.

Views: 105

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.