[restrict paid=”true”]
مزارشریف (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شرمحمد عباس ستانکزی وایي، ګاونډي هېوادونه د افغان کډوالو په ایستلو سره غواړي پر اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي فشار وارد کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د تلې په ۱۹مه په بلخ کې د قوشتیپې کانال د دویم فاز پرانیستنې مراسمو کې وکړې.
هغه وویل: «په دې وروستیو ورځو کې زموږ د مهاجرینو حال په ګاونډ خصوصاً ایران او پاکستان کې ډېر خراب دی؛ هره ورځ له کوم موجبه پرته په ایران او پاکستان کې سلګونه مهاجرین چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، نیول کېږي او بنديخانو کې اچول کېږي.»
ستانکزی زیاتوي، افغان کډوال په پاکستان کې د قانوني اسناد پر درلودو سربېره نیول کېږي او دا پروسه د دې لپاره پیل شوې چې پر اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي فشار راوړل شي.
هغه همدارنګه زیاته کړه: «دا عمل چې دوی یې کوي، د افغانستان، پاکستان او UNHCR ترمنځ د لاسلیک شوي پروتوکول او تړون خلاف دی؛ په هغه پروګرام کې ویل شوي، افغانان هرکله چې زړه یې وغواړي خپل هېواد ته ستنېدلی شي؛ نه په زور او فشار او تاسي وینئ چې دا د یو فشار په توګه کارول کېږي.»
ستانکزي دغه راز وویل، د قوشتیپې کانال، شته امنیت او اقتصادي پرمختګ د خارجي دښمنان له لوري پر افغانستان نه لورېږي.
نوموړي یو ځل بیا له نړۍوالو او ملګرو ملتونو وغوښتل چې بېرته افغانستان ته راشي.
هغه وویل: «پر نړۍوالو او ملګرو ملتونو زموږ غږ دی، لکه څنګه چې یې دغه هېواد تخریب کړ، په دوی واجب دي چې بېرته افغانستان ته راشي او د دغه هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.»
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي، افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې له سخت وضعیت سره مخ دي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان مهاجرینو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې ده، پاکستان څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې له دغه هېواده سلګونه زره افغان کډوال وباسي او هغوی ته یې د اکتوبر میاشتې تر وروستۍ نېټې ضربالاجل ورکړی دی.
دا په داسې حال کې چې پاکستاني امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې زرګونه افغانان نیولي او زندانونو کې یې اچولي دي.
[/restrict]
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن