Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان فوټبال کې منګولیا ته ماتې ورکړه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د فوټبال نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ کال اسیایي جام ته د لارموندنې سیالیو لومړي پړاو یوه لوبه کې منګولیا ته ماتې ورکړه.

د افغانستان فوټبال فدارسیون وایي، دا لوبه پنجشنبې (د تلې  ۲۰مه) له ماښام وروسته د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه ښار کې ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې چې د لوبې په لومړي نیمایي کې هيڅ یوه لوبډله د ګول په وهلو بریالۍ نه شوه خو د لوبې د دویمې برخې په ۶۰مه دقیقه کې د افغانستان له لوري جبار شرزه د ګول په وهلو بریالی او افغانستان ته یې بریا ورپه برخه کړه.

له لوبې وروسته د فوټبال ملي لوبډلې یاده بریا د هرات زلزله‌ځپلو ته ډالۍ کړه.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.