ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک: د خوست اورتوپیدي او فزیوتراپي مرکز کې دې ښځینه کارکوونکې وګومارل شي

یو شمېر خلک: د خوست اورتوپیدي او فزیوتراپي مرکز کې دې ښځینه کارکوونکې وګومارل شي

author avatar
14 Oct 2023 - 13:56
یو شمېر خلک: د خوست اورتوپیدي او فزیوتراپي مرکز کې دې ښځینه کارکوونکې وګومارل شي
author avatar
14 Oct 2023 - 13:56

خوست‌ښار (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د خوست اورتوپيدي او فزيوتراپي مرکز ته ورتلونکي ناروغان وايي چې په دغه مرکز کې د ښځينه ډاکټرانو او کارکوونکو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

د خوست د عامې روغتیا تر چتر لاندې د معلوليت او بيارغونې موسسې په همکارۍ د اورتوپيدي او فزيوتراپي دغه مرکز چې کلونه وړاندې جوړ شوی، مصنوعي پښې او لاسونه، د فلج پښو او لاسونو لپاره قالبونه او نور جوړوي.

د معلوماتو له مخې، دغه مرکز ته هره مياشت شاوخوا زر ناروغان ورځي چې نږدې نيمايي يې ښځې دي.

يوه ناروغ واحد چې دغه مرکز ته ورغلی پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټوله کې د اورتوپيدي او فزيوتراپي مرکز خدمات ښه دي خو کارکوونکي يې ټول سړي دي.

هغه وويل، د خوست په څېر سنتي ټولنه کې خلک زړه نه ښه کوي چې خپل ښځينه ناروغان نارينه ډاکټرانو ته ورولي، نو له مسوولينو غوښتنه کوي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه: «دغه مرکز چې کومې نیمګړتیاوې لري، باید پوره شي؛ زنانه فزیوتراپيستې نه لري چې بايد يې په دندو يې وګوماري، ځيني شيان يې کم دي چې هغه هم بايد پوره شي.»

د خوست يوه بل اوسېدونکي مجیب چې په يوه پښه کې لږه ستونزه لري او دغه مرکز ته د درملنې لپاره ورځي، پژواک ته وويل، څو ځلې يې وليدل چې ځينو کسانو خپل ښځينه ناروغان پرته له دې چې درملنه یې وکړي، بېرته بیولي دي.

هغه وويل، که چېرې ياد مرکز ښځينه ډاکټرانې او کارکوونکې ولري، نو بيا خلک اړ نه دي چې خپل ناروغان نورو ځايونو ته يوسي.

هغه زياتوي: «موږ چې دلته راشو، ان‌شاالله دوی له موږ سره کومک کوي، پښه کې مې چې کوم مشکل وي هغه راته حل کوي، خو د دوی لږ کمبود دا دی چې پلاستیکونه یې خراب دي، باید له امارته غوښتنه وکړي او دا پلاستیکونه یې لږ مظبوط شي.»

مېرمن حيا يو له دغو ناروغانو ده چې دغه مرکز ته د درملنې په موخه راغلې وه.

هغې پژواک ته وويل، د دې په ګډون ډېرې ښځې چې پښې او لاسونه يې نه وي، د ملا درد لري او يا له نورو سختو دردونو سره مخ وي، ياد مرکز ته ورځي.

هغې وويل چې ښځې نه شي کولی خپله ناروغي نارینه ډاکټر ته په سمه توګه وښيي.

حیا زیاته کړه: «که ښځینه ډاکټره وي نو ښځې به په ډاډه خپله مريضي ورته وښيي او خپل مشکلات به ورسره حل کړي.»

ورته مهال، د اورتوپيدي او فزيوتراپي مرکز مشر ډاکټر موسی‌جان بشيرزوی هم پژواک ته وويل، د دوی زياتره ښځينه ناروغان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو نشتوالي له کبله مرکز کابل او نورو ځايونو ته ځي.

هغه زیاته کړه، دا ستونزه يې له اړوند ادارو سره شريکه کړې او هيله لري چې ډېر زر به په ياده برخه کې ښځينه ډاکټرانې او کاروکوونکې پر دندو وګومارل شي.

دی وايي: «په دغه مرکز کې زنانه فزیوتراپيستې ډاکټرې ته ډېر اشد ضرورت دی؛ زنانه معلول چې دلته راشي موږ یې اندازه اخلو خو زموږ داسې خلک دي نه غواړي چې نارینه ډاکټر یې اندازه واخلي، بالاخره هغه مریض بېرته بیايي او هغه ناروغ ضایع کېږي.»

بلخوا، د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر ګل‌صاحب شاه پژواک ته په خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې له اړوند لوړپوړو حکومتي مسوولينو سره يې د خوست د اورتوپيدي او فزيوتراپي مرکز ستونزې شريکې کړې او د حل ډاډ يې ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه: «موږ د عامې روغتيا له وزارت سره په اړیکه کې یو، تقریباً اووه او اته زنانه سټاف راکوي او نور کوم سامان‌الات چې کم دي، د هغو په اړه هم ورسره غږېدلي یو، هغه کومک به ان‌شاالله وکړي.»

د يادونې ده، دغه مرکز ته د خوست ترڅنګ د پکتیا او پکتیکا ولایتونو ناروغان هم مراجعه کوي.

Views: 391

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.