کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): د افغانستان او ایران ترمنځ د قونسلي چارو کمېسیون څلورمه ناسته کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې وشوې او وپتېیل شوه چې د دغو ستونزو هواري لپاره ګډه کمېټه جوړه شي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د قونسلي چارو کمېسیون څلورمه دوه ورځنۍ ناسته د روانې تلې میاشتې په ۱۷مه او ۱۸مه ایران کې شوې ده.
سرچينې لیکلي چې په دې ناسته کې افغان پلاوي له ایراني لوري سره د افغانانو د اختطاف او قاچاق پېښو پر مخنیوي، د افغان کډوال محصلینو ستونزو، د بندیانو لېږد پروسې او افغان کډوالو ته د معیاري قونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د افغان ډیپلوماتانو شمېر ډېرولو پر جدي اړتیا خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو پتېیلې چې د یادو ستونزو د حل او اړینې همغږۍ لپاره دوه اړخیزه کمېټه رامنځته کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د یادې ناستې په څنډه کې د افغانستان قونسلي چارو رییس شعیب بریالي د ایران بهرنیو چارو وزارت له مرستیال علي رضا بېګدلي سره هم د داوړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي چارو او همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
Views: 96
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن