Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تاکویوشي کورمایا افغانستان کې د جاپان سفیر شو

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره د مخه ښې لیدنه وکړه او تاکویوشي کورمایا یې ځای‌ناستی شو.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په کابل کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د مخه ښې ليدنه وکړه.

د بلخي د معلوماتو له مخې، اوکادا په دې لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د هغه ماموریت پای ته رسېدلی او اوس به د ده پر ځای تاکویوشي کورمایا په افغانستان کې د جاپان سفیر وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي چې تاکاشي اوکادا افغانستان کې په ښه توګه ماموریت تر سره کړ.

متقي هیله څرګند کړې چې د جاپان نوی سفیر به د افغانستان او جاپان د اړيکو په لا پراختيا کې ښه رول ولوبوي.

د بلخي د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د جاپان نوي سفیر کورمایا په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ښه تعامل د يادونې ترڅنګ ژمنه کړې چې د اړيکو لا پراختيا کې به رغنده رول ولوبوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.