Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د اوبو رسولو دوو شبکو چارې بشپړې او د لسو نورو پیل شوې

مهترلام (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): د لغمان سیمه‌ییزمسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او پنځه‌ګونو ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو دوه سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د اوبو رسولو لسو نورو شبکو چارې پیل شوې.

د لغمان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدظاهر زرکمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د «افغانستان د بشري مرستو صندق» په مالي ملاتړ د ۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د مهترلام اړوند عصمت او چهاردهي کليو کې د څښاک اوبو رسولو دوه سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه زیاته کړه چې د یادو شبکو له لارې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د کلیو پراختیا رییس په خبره چې تېره ورځ د پنځه‌ګونه ولسوالیو (الینګار، الیشنګ، دولت‌شاه، قرغیو او بادپښ) اړوند سیمو کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۱۰ سولري شبکو جوړولو کارونه پیل شول.

نوموړي زیاته کړه، د اوبو رسولو یادې سولري شبکې د یونیسف په مالي ملاتړ جوړېږي چې د یوه کال په موده کې به یې کارونه بشپړ او درې زره کورنیو ته به په معیاري توګه د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

په ورته مهال د یادو سیمو اوسېدونکي د دولت له دغه اقدامه خوښ دي چې د دوی ستونزو ته په کتو یې ورته د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره د سولري شبکو جوړولو کارونه پیل کړل.

د بادپښ ولسوالۍ اړوند د ګړوچ قومي مشر ملک عبدالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاده ولسوالۍ کې خلکو ته د پاکو اوبو نشتوالي ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي، خوښ دي چې د دولت له خوا اوس دوی ته د څښاک پاکو اوبو د سولري شبکو جوړولو کارونه پیل شول.

بلخوا، د چهاردهي سیمې یو اوسېدونکی انجینر ریاض‌احمد بیا وایي، پخوا به د دوی ماشومانو له لرو پرتو سیمو د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کولې.

دی زیاتوي: «اوس خوښ یم چې زموږ په کلي کې کور په کور د څښاک پاکو اوبو سولري شبکه جوړه شوه.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.