مزارشریف (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر وايي، د اوبو مدیریت په موخه په ټول هېواد کې ۱۶۴ چکډیمونه جوړېږي او فوقالعاده بودجه ورته ځانګړې شوې ده.
دغه څرګندونې نن د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبدالطیف منصور بلخ ته د سفر پر مهال په یوه غونډه کې وکړې.
هغه وویل، د اوبو او برېښنا وزارت پلان لري چې د اوبو مدیریت په موخه په ټول هېواد کې ۱۶۴ چکډیمونه جوړ کړي.
نوموړی زیاتوي چې د دغو چکډیمونو سروې او ډیزاین شوي او په وینا یې، د حکومت له خوا ورته فوقالعاده بودجه هم ځانګړې شوې ده.
بلخوا په دې ناسته کې د بلخ اوسېدونکو د اوبو او برېښنا له وزیره وغوښتل څو په دغه ولایت کې د اوبو کانالونه او بندونه په اساسي ډول جوړ کړي.
د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی بیتالله صافی وایي، په ولسوالۍ کې د ۲۵ کیلومتره په اوږدوالي یو سیند شته خو هر کال لسګونه جریبه ځمکې ویجاړوي.
نوموړي د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیره وغوښتل څو د دغه سیند غاړې په اساسي ډول جوړې کړي څو د خلکو ځمکې ویجاړې نه کړي.
د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالطیف هم وایي چې د دې او سیاهګرد ولسوالۍ ترمنځ د اوبو کانال د خاموالي له امله خلکو ته هر کال زیانونه اوړي.
هغه وایي، د دغه کانال لپاره باید استنادي دېوالونه جوړ شي او د پاکولو لپاره دې هم جدي هڅې وشي.
د غونډې په پای کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر وویل، هڅه کوي چې د خلکو دغه ستونزې حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP