Pajhwok Afghan News

ملا عبدالغني برادر: سوداګر دې هېواد ته باکیفیته نفت او ګاز وارد کړي

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له سوداګرو غوښتي چې پر نورو توکو سربېره هېواد ته باکیفیته نفت او ګاز وارد کړي، څو چاپېریال او د هېوادوالو روغتیا خوندي شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاست الوزرا ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د نفتو او ګازو د کیفیت او په دې برخه کې شته ستونزو ته د رسېدو په اړه د اړوندو سکټوري وزارتونو، ادارو او ملي سوداګرو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

سرچینې د ملا عبدالغني برادر له قوله لیکلي چې افغان ملي سوداګرو د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ارزښتناک رول لوبولی او لا هم په دې برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې: «زه له ټولو ملي سوداګرو غواړم چې په خپل کار کې رښتیني واوسي او پر نورو توکو سربېره هېواد ته باکیفیته نفت او ګاز وارد کړي څو له دې سره هم چاپېریال او هم د انسانانو روغتیا خوندي شي.»

په دې غونډه کې یادو ملي سوداګرو د نفت او ګازو کیفیت د کنټرول، د مالیاتو، د شرکتونو د یوزرنیم، په هېواد کې د تېلو د تصفیه‌خونو او د ګمرکونو په برخو کې شته ستونزې له ملا عبدالغني برادر اخند سره شریکې کړې.

خبرپاڼه کې راغلي، یادو سوداګرو غوښتنه کړې چې د هغو نفتو او ګازو په برخه کې دې مراعات ورسره وشي چې په ډېره کمه اندازه یې‌کیفیت ټیټ دی.

سوداګرو ویلي، که دا کار وشي نو له یوه خوا به هېواد ته په کافي اندازه نفت او ګاز وارد شي او له بل لوري به سوداګرو ته هم زیان نه رسېږي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، ملا برادر د نفت او ګازو برخې ملي سوداګرو ته ډاډ ورکړ او په دې اړه یې اړوندو امارتي وزارتونو او ادارو ته د مناسبو حل‌لارو پيدا کولو لارښوونه وکړه.

Views: 63

Exit mobile version