جلالاباد (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار د سوادګرۍ خونې مرستیال له وژل کېدو وروسته د دې خونې رییس وایي، د دغه ولایت یو شمېر سوداګر خپل امنیت ته اندېښمن دي، خو امنیه قومانداني وایي، په دې تړاو یې یو مظنون نیولی او د سوداګرو امنیت لپاره ځانګړي تدابیر لري.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال اغامحمد رودوال تېره ورځ د جلالاباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د نامعلومو کسانو له لوري په خپل دفتر کې د چړو په ګوزارونو ووژل شو.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګهونې خونې رييس او ملي سوداګر ګلمراد عرب د رودوال د جنازې په مراسمو کې د هغه د وژل کېدو قضيې د څېړنې غوښتنه وکړه.
هغه وویل، که د رودوال د وژنې قضيه روښانه نه شي نو سوداګر به د امنیتي اندېښنو له امله اړ شي چې خپله پانګه نورو هېوادونو ته ولیږدوي.
هغه زیاته کړه: «لومړی دې خدای (ج) د هغه وژنه وروستۍ کړي، که وروستۍ نه وي او څېړنه يې ونه شي، نو کېدای شي چې دا سوداګر ټول نورو هېوادونو ته ولاړ شي، ډېر محدود تجاران پاتې دي، لس پنځلس تجاران پاتې دي، که د دې مخه ونه نيول شي، زه تاسو ته په ډاګه وايم چې موږ يو نه پاتې کېږو.»
یو شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړي.
د وژل شوي سوداګر د تره زوی نعمتالله همت وايي، رودوال کومه شخصي دښمني نه درلوده، تل یې د ملي مسایلو ملاتړ کاوه او د ملي فکر خاوند و.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مولوي محمدطاهر مبارز وایي چې دوی د سوداګرو او پانګهوالو د سر او مال خونديتوب ته ځانګړي تدابير لري.
هغه زياتوي، امنيتي مسوولين د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي، څېړنې روانې دي او يو مشکوک کس هم په دې تړاو نيول شوی دی.
نوموړي دغه راز وویل چې د امنيت د ټينګښت په موخه يې د جلالاباد ښار په ځينو واټونو کې امنیتي کامرې لګولي او دا لړۍ روانه ده چې ورسره به د جرمونو د مخنيوي او د امنيت ټينګښت برخو کې مثبت بدلون راشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP