د ننګرهار سوداګرۍ خونه د دې خونې د مرستیال وژل کېدو پېښې د څېړلو غوښتنه کوي
د ننګرهار د سوادګرۍ خونې مرستیال له وژل کېدو وروسته د دې خونې رییس وایي، د دغه ولایت یو شمېر سوداګر خپل امنیت ته اندېښمن دي، خو امنیه قومانداني وایي، په دې تړاو یې یو مظنون نیولی او د سوداګرو امنیت لپاره ځانګړي تدابیر لري.


