Language

د م.م کارپوهان: پاکستان دې په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل ودروي
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې د یو عشاریه څلور ميليونه افغان کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړي.

شاوخوا ۱۶ ورځې مخکې د پاکستان لنډمهال حکومت اعلان وکړ، ټول هغه افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي چې د کډوالۍ اسناد نه لري. د ځینو راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه څلور میلیون بې‌اسناده کډوال اوسېږي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان پولیسو ډېر شمېر افغان کډوال ونیول چې ځینو یې ان قانوني اسناد هم لرل، له نیول شوو کسانو یو شمېر خوشي شوي او یو شمېر اوس هم په بند کې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو تېره ورځ په جنیوا کې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د خطر په اړه اندېښمن دي.

هغوی خبرداری ورکړی، که چېرې ډېرې کورنۍ، مېرمنې او ماشومان له پاکستانه وایستل شي، يادې کورنۍ، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې به له سختو ستونزو سره مخ شي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ له پاکستانه غوښتنه کوو چې په مطلق ډول، په زور او ډله‌ييز ډول د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ودروي؛ ځکه دغه کار د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی.»

سرچینه زیاتوي: «په يو هېواد کې د پناه‌غوښتنې قوانینو او تګلارو نشتوالی په دې معنا نه دی چې دوی دې له کډوالو سره زورزياتی وکړي، هېوادونه پر دې مکلف دي چې په دې برخه کې نړۍوالو قوانینو ته درناوی وکړي او په دې برخه کې خپل مسؤولیت اداء کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو فعالانو او ډلو او د کډوالو ادارو هم د پاکستان له حکومته غوښتي چې افغان کډوال په زور ونه باسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.