Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو حکومتي پلاوی د افغان کډوالو ستونزو هواري په موخه ترکیې ته ځي

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په پام کې ده يو حکومتي پلاوی د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه ترکیې ته سفر وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، په پام کې ده د دغه وزارت د دفتر د رییس قاري اجمل وياړ په مشرۍ یو پلاوی ترکيې هېواد ته سفر وکړي.

هغه زیاتوي: «د دغه سفر موخه په ترکيه کې د کډوالو ستونزې له نږدې کتل او هلته له ترکي چارواکو سره يې شریکول دي، د دې ترڅنګ دوی به هلته د مهاجرينو د اتشې پر اړتیا هم خبرې وکړي.»

هغه وویل، کوم افغانان چې په اجباري ډول له یاد هېواده را ایستل کېږي، د مخنيوي لپاره به یې هم له ترکي چارواکو سره خبرې وشي، پر يو ګډ ميکانيزم به کار وکړي څو کوم افغانان چې هېواد ته راستنېږي، له حقوقو محرومه نه شي.

دا په داسې حال کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني په کابل کې د ترکیې له نوي سفیر جنګ‌اونال سره په لیدنه کې ویلي، ترکیه دې له نړۍوالو قوانینو سره سم د افغانانو د جبري ایستلو پر ځای هغوی ته د کار زمینه برابره کړي او په خپله خوښه راستنېدونکي کډوال دې د یوه ګډ میکانيزم له مخې راستانه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.