Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان قومي مشرانو له حکومته په دغه ولایت کې د چک‌ډیمونو جوړولو غوښتنه وکړه

د بغلان قومي مشرانو له حکومته په دغه ولایت کې د چک‌ډیمونو جوړولو غوښتنه وکړه

author avatar
19 Oct 2023 - 15:38
د بغلان قومي مشرانو له حکومته په دغه ولایت کې د چک‌ډیمونو جوړولو غوښتنه وکړه
author avatar
19 Oct 2023 - 15:38

پلخمري (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د بغلان لسګونو قومي مشرانو په یوه غونډه کې د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیره په دغه ولایت کې د اوبو سپما لپاره د کوچنیو بندونو جوړولو غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې د ډنډغوري قومي مشر محمد جمعه وویل، سږ کال په دغه ولایت کې وچکالي ډېره وه چې له امله يې د کروندګرو فصلونو ته په سم ډول اوبه ونه رسېدې.

هغه وايي چې د یادې ستونزې د حل په موخه د راتلونکي کال لپاره حکومت باید په دغه ولایت کې د اوبو ذخیره کېدو لپاره کوچني بندونه جوړ کړي.

دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انکشافي شورا رییس محمدشاه وویل، دغه ولسوالي د بغلان تر ټولو حاصل خېزه سیمه ده خو له بده مرغه یوازې یو نهر لري چې ټولو ځمکو ته يې اوبه نه رسېږي.

دی وایي، که د مرکزي بغلان ولسوالۍ ځینو سیمو کې د اوبو د سپما په موخه چک‌ډیمونه جوړ شي، د دې ولسوالۍ کرنیز حاصلات به دوه برابره شي.

په دې غونډه کې یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د یادو څرګندونو په اړه د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبدالطیف منصور وویل، بغلان ته یې د راتګ موخه د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزو اورېدل وو.

هغه وویل، د خلکو غوښتنې یې واورېدې خو ورته رسېدنه وخت ته اړتیا لري.

هغه دا هم وویل، حکومت غواړي د دغه ولایت په کیله‌ګي سیمه کې د برېښنا یو بند جوړ کړي، دی راغلی څو سیمه له نږدې وګوري او په اړه يې مشوره وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.