Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وزیرستان کې د نښتو پر مهال څلور پاکستاني سرتېري او شپږ وسله‌وال وژل شوي

اټلانټا (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۲): د پاکستان پوځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د یوې نښتې پر مهال څلور سرتېري او شپږ وسله‌وال وژل شوي دي.

پاکستانیو رسنیو د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې خبر ورکړی چې دا نښته د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) د شمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې شوې وه.

سرچینې زیاته کړې، یوه ډله وسله‌والو هلته پر امنیتي پوستې بری کړی و چې له بریده وروسته په رامنځته شوې نښته کې درې سرتېري او شپږ وسله‌وال ووژل شول.

د پاکستان پوځ ویلي چې په وژل شوو وسله‌والو کې د حضرت زمان خاوري په نوم هغه کس هم شامل دی چې په ډېرو «ترهګریزو» بریدونو کې یې لاس درلود.

بلخوا امنیتي سرچینو ویلي چې په سویلي وزیرستان کې هم د یوې نښتې پر مهال د پاکستان پوڅ یو سرتېری وژل شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.