ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د ګاز لېږدولو جوړ شوي ټانکرونه په لومړي ځل ازبکستان ته صادر شول

افغانستان کې د ګاز لېږدولو جوړ شوي ټانکرونه په لومړي ځل ازبکستان ته صادر شول

author avatar
19 Oct 2023 - 14:51
افغانستان کې د ګاز لېږدولو جوړ شوي ټانکرونه په لومړي ځل ازبکستان ته صادر شول
author avatar
19 Oct 2023 - 14:51

هرات (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۲): په هرات کې د ګاز لېږدولو تولید شوي ټانکرونه په لومړي ځل ازبکستان ته صادر شول.

د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام‌جار ازبکستان ته د ګاز لېږدولو ټانکرونو د صادراتو هرکلي ترڅنګ د هېواد په کچه د نوښتونو برخه کې د دغه ولایت د صنعتکارانو لاسته‌راوړنې وستایلې.

هغه د صادراتو بهیر د اقتصادي ودې برخه کې مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې اوس په هېواد کې پانګونې ته تر بل هر وخت ډېره زمینه برابره شوې او د افغانستان اسلامي امارت د صنعتکارانو او سوداګرو ستونزو هوارولو ته ژمن دی.

هغه له نورو پانګوالو هم غوښتنه وکړه چې د هېواد په داخل کې پانګونه وکړي د ابادۍ او اقتصادي ځان بسیانې لپاره دې هڅه وکړي.

له بلې خوا، صنعتکاران هم د ستونزو د حل برخه کې د حکومت له هڅو له امله مننه کوي او وایي چې د حکومت په ملاتړ اوس په ډېرې ارامتیا په خپلو کاروبارونو او د صنعت پرمختګ کې بوخت دي.

د ګازلېږدولو ټانکرونو د تولیدوونکي اهن برش صنعتي شرکت مسوول چې په لومړي ځل یې په دغه ولایت کې دا نوښت کړی، له حکومته مننه وکړه چې د دوی ملاتړ یې کړی او صادراتو ته یې زمینه برابره کړې ده.

د دغه شرکت یوه مسوول حاجي رفیع‌الله وویل، دغه ټانکرونه په لوړ معیار جوړ شوي او ازبکستاني سوداګر یې پېرلو ته ډېره لېوالتیا لري.

د هغه په خبره، د صادراتو برخه کې د حکومت له خوا د ملاتړ او اسانتیاوو برابرولو دا لړۍ به نوره هم وغځېږي.

د یادونې ده، له هراته بهرنیو هېوادونو ته د ځينو افغاني تولیدي اقلامو صادراتو له پیلېدو سره اوس په دغه ولایت کې د نورو تولیدي شرکتونو هڅونې لپاره هم زمینه برابره شوې ده؛ د زلال په نوم یوه شرکت د روانې میاشتې په لومړیو کې خپل څو ډوله تولیدي نوشابې ترکیې، پاکستان او امریکا ته صادرې کړې.

Views: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.