Language

نورستان کې د يوولس ميلیون افغانيو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې

پارون (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): نورستان کې سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت د مرکز پارون اړوند په ماندي سيمه کې د يوه پله جوړولو چارې پیل شوې.

د نورستان د کليو بيارغونې او پراختيا ریيس مولوى احسان‌الله وایي، ياد پل چې نږدې ۲۱ متره اوږدوالى او ۷ متره سور به ولري، د مرکز پارون اړوند په ماندي سيمه کې پر تېر شوي سيند جوړيږي.

هغه زیاته کړه چې د یاد پله چارې به په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

د هغه په خبره، د دغه پله په جوړېدو سره به د ماندي او پشکي سیمو زرګونه کسانو او موترو ته په تګ راتګ کې اسانتيا برابره شي .

دی زیاتوي، ياد پل جوړولو لګښت د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له انکشافي بودجې ورکول کېږي.

د سیمې يو اوسېدونکى نعمت‌الله د ياد پله د چارې پر پیلېدو خوښي څرګندوي او زياتوي چې له دې مخکې په همدغه ځاى کې د سيند پر سر د لرګيو يو پل جوړ و چې غیرمعیاري او د لوېدو خطر یې و.

د ياد پله جوړولو چارو د پيل مراسمو کې د نورستان والي مولوي شيراحمد حقاني هم ویلي چې  نورستان د هېواد په کچه يو وروسته پاتې ولايت دى چې ډېر کلي يې لارې نه لري خو دوى هوډ لري چې دغه ډول نور رغنيز کارونه هم وکړي.

 

Related Topics