ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان وو

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان وو

author avatar
21 Oct 2023 - 17:35
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان وو
author avatar
21 Oct 2023 - 17:35

کابل (پژواک ۲۹ تله ۱۴۰۲): تېره اونۍ افغانستان د «یو کمربند یوه لار» پروژه کې د شاملېدو غوښتنه وکړه او جاپان تعامل ته د نړۍ او افغانستان پر رسېدو ټینګار وکړ، ویې ویل چې په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • جاپان: نړۍ او افغانستان باید تعامل ته ورسېږي او موږ په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو یو.
  • نورالدین عزیزي: ا.ا د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي، نړۍ یې دې په رسمیت وپېژني.
  • افغان کډوال په پاکستان، ایران او ترکیه کې له ستونزو سره مخ دي.
  • عزیزي له چین څخه وغوښتل چې افغانستان د «یوه لار یو کمربند» پروژه کې شامل کړي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان وو.

د راپورونو له مخې، امنيتي ځواکونو ویلي چې په لغمان کې دوه وسله‌وال مخالفین او پروان کې د عملیاتو پر مهال یو «غل» وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله‌والو په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال د چاقو په ګوزارونو وژلی، پروان کې هم یو محصل د چاقو په ګوزارونو وژل شوی، فراه کې د ناپېژانده کسانو په ډزو کې یو کس وژل شوی او یو ماشوم ټپي دی او په فاریاب کې د يوه کس مړی موندل شوی دی.

د راپورونو له مخې، کندهار کې د يوه پخواني ماين چاودنې له امله يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم ټپي شوی، کاپيسا کې هم په ورته چاودنه کې يوه ماشوم خپل ژوند له لاسه وکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، تخار کې یوه کس خپله کوژدنه او د هغې د کورنۍ درې غړي وژلي او څلور کسان یې ټپیان کړي، غزني کې یوه کس خپل ورور د ښکاري ټوپک په ډز وژلی او بادغيس کې یوه سړي خپلې دوه مېرمنې وژلې دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د «یو کمربند یوه لار» له پروژې سره د افغانستان یوځای کېدو غوښتنه

یو کمربند یوه لار پروژه یوه لسیزه مخکې د چین د ولسمشر په نوښت پیل شوه او دا تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي چې د ورېښم پخوانۍ لاره له یوې خوا اسیا له اروپا او بیا افریقا سره سره نښلوي.

د پاکستان او چین اقتصادي دهلېز د دې پروژې یوه برخه ده.

د «یو کمربند یوه لار» ناسته د روانې تلې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټو د ۱۳۰ هېوادونو استازو په ګډون په چین کې جوړه شوه.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په دې ناسته کې له ګډون وروسته ویلي: «موږ له چین څخه وغوښتل چې یو کمربند یوه لار پروژې سره زموږ یوځای کېدل ومني.»

هغه ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت به په دې تړاو د خبرو لپاره چین ته یو پلاوی هم ولېږي.

د شنونکو په باور، یو کمربند یوه لار پروژه کې د افغانستان شاملېدل، کولای شي د دغه په وچه کې راګیر او جګړوځپلي هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي.

جاپان: نړۍ او افغانستان باید تعامل ته ورسېږي

په کابل کې د جاپان مخکني سفیر تاکاشي اوکادا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست ملا خیرالله خیرخواه سره په ليدنه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلې چې نړۍ او افغانستان نور یوه تعامل ته ورسېږي او جاپان په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز، د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر تاکویوشي کورمایا هم د افغانستان بهرنيو چارو له سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي سره په  لیدنه کې ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو د اړيکو لا پراختيا کې به رغنده رول ولوبوي.

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول معیارونه بشپړ کړي دي؛ هغه له نړۍ غوښتي چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

په ترکيه، ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې

ترکيه کې يو شمېر افغان کډوال وايي، د ترکیې پولیس یې نیسي، وهي، ډبوي یې او له دغه هېواده یې باسي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني بيا په کابل کې د ترکیې له نوي سفیر جنګ‌اونال سره په لیدنه کې ویلي، ترکیه دې له نړۍوالو قوانینو سره سم د افغانانو د جبري ایستلو پر ځای هغوی ته د کار زمینه برابره کړي او په خپله خوښه راستنېدونکي کډوال دې د یوه ګډ میکانيزم له مخې راستانه شي.

دغه راز، د ياد وزارت چارواکو ويلي، په پام کې ده د افغانستان سرپرست حکومت یو پلاوی ترکیې ته ولاړ شي او هلته له ترکي چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، یو شمېر افغان کډوال چې په زور له ایرانه ایستل شوي، د ایراني پولیسو له ځورونې شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې له ډیپلوماتیکې لارې ایران کې د افغان کډوالو ځورونو مخینوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د قونسلي چارو کمېسیون څلورمه ناستې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې او وپتېیل شوه چې د دغو ستونزو هواري لپاره ګډه کمېټه جوړه شي.

پاکستان کې هم افغان کډوال نیول کېږي او زنداني کېږي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان پولیسو ډېر شمېر افغان کډوال ونیول چې ځینو یې ان قانوني اسناد هم لرل، له نیول شوو کسانو یو شمېر خوشي شوي او یو شمېر اوس هم په بند کې دي.

شاوخوا شل ورځې مخکې د پاکستان لنډمهال حکومت اعلان وکړ، ټول هغه افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي چې د کډوالۍ اسناد نه لري. د ځینو راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه څلور میلیون بې‌اسناده کډوال اوسېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې د یو عشاریه څلور ميليونه افغان کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړي.

د اسلامي امارت چارواکو، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ظالمانه او ناعادلانه بللې، د پاکستان له خلکو يې غوښتي چې خپل حکومت له دې پرېکړې وګرځوي؛ ځکه دا ډول پرېکړې د دواړوهېوادونو اړیکې ترینګلې کوي.

دغه راز دوی ویلي چې ځیني ګاونډي هېوادونه د افغان کډوالو په ایستلو سره غواړي پر اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي فشار وارد کړي چې دا کار د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو خلاف عمل دی.

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.