ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: ترکیه دې د افغان کډوالو جبري ايستلو پرځای هغوی ته کار زمینه برابره کړي

حقاني: ترکیه دې د افغان کډوالو جبري ايستلو پرځای هغوی ته کار زمینه برابره کړي

author avatar
16 Oct 2023 - 18:03
حقاني: ترکیه دې د افغان کډوالو جبري ايستلو پرځای هغوی ته کار زمینه برابره کړي
author avatar
16 Oct 2023 - 18:03

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، ترکیه دې له نړۍوالو قوانینو سره سم د افغانانو د جبري ایستلو پر ځای هغوی ته د کار زمینه برابره کړي او په خپله خوښه راستنېدونکي کډوال دې د یوه ګډ میکانېزم له مخې راستانه شی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني نن د ترکیې له نوي سفیر جنګ‌اونال سره وکتل.

سرچېنې لیکلي چې په پيل کې د ترکیې سفیر په هرات ولایت کې د زلزلې له امله په اوښټو زیانونو خواشیني څرګنده کړه او ویلي یې دي چې د هېواد د بیړنیو مرستو ټیمونه یې پر وخت سېمې ته تللي او په نږدې وخت کې به د دغه هېواد له لورې نورې مرستې هم افغانستان ته راولیږل شي.

هغه ویلي، ترکیه او افغانستان له یوبل سره ژورې اړیکې لري چې هېڅکله به زیانمنې نه شي او دغه هېواد تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.

د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني هم په دغه لېدنه کې ویلي، ترکان او افغانان په اسلامي، عقیدوي او تاریخي برخو کې له یوبل سره ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات باید له یوبل سره د ښو اړیکو لامل شي.

هغه ویلي، ترکیه دې د نړۍوالو قوانینو مطابق د افغانانو د جبري ایستلو پرځای هغوی ته د کار زمینه برابره کړي، د دوی د ښه خدمت په موخه دې د کډواول اتشو ته اجازه ورکړي او کوم افغانان چې په خپله هېواد ته راستنېږي باید د یوه ګډ میکانیزم له لارې راستانه شي.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.