ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایرانه ایستل شوي افغانان: اسلامي امارت دې ایران کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو مخه ونیسي

له ایرانه ایستل شوي افغانان: اسلامي امارت دې ایران کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو مخه ونیسي

author avatar
16 Oct 2023 - 20:04
له ایرانه ایستل شوي افغانان: اسلامي امارت دې ایران کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو مخه ونیسي
author avatar
16 Oct 2023 - 20:04

زرنج (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): یو شمېر افغان کډوال چې په زور له ایرانه ایستل شوي، د هغه هېواد د پولیسو له ځورونې شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې له ډیپلوماتیکې لارې ایران کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو مخینوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو پاڼو کې یوه وېډیو خپره شوې چې په ایران کې د افغان کډوالو پر بدن د وهلو ټکولو نښې په‌کې ښکاري او دغه راز، د پاکستان حکومت هم د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو ته یوه میاشت وخت ورکړی او یلي یې دي چې له یوې میاشتې وروسته به بې‌اسناده افغان کډوال په زور له پاکستانه وایستل شي.

له ایرانه په زور ایستل او په خپله خوښه د لسګونو زره افغانانو راتلل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد ویلي، تېره یوه میاشت کې ۴۶ زره افغان کډوال په خپله خوښه او ۴۶ زره نور په زور د ورېښمو پولې له لارې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه له افغان کډالو سره د ایران او پاکستان حکومتونو د ناوړه چلند په اړه وویل، د افغانستان د کډوالو او بېرته راسنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي، څو په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

له ایرانه د را ایستل شوو افغانانو د زړه درد

د تخار اوسېدونکی ۳۰ کلن حامد چې له ایرانه په زور ایستل شوی او د ورېښمو له لارې نیمروز ته راغلی، پژواک خبري اژانس ته یې وویل چې ۱۱ میاشتې مخکې د کار په موخه د نیمروز له پولې په قاچاقي ډول ایران ته تللی و.

هغه چې په دې موده کې دوه ځله په زور ایستل شوی خو پر هغه پیسو چې شپه او ورځ یې هلته کار کړی و، بېرته په قاچاقي ډول ایران ته تللی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې یو ځل رد مرز شوی و، ولې بېرته هغه هېواد ته لاړ؟ وویل: «مجبور یو په همدې کډوالۍ او سرګردانۍ کې سفر وکړو، د یوې ګولې ډوډۍ لپاره سرګردانه یو، هر ورځ مو راباسي، خو بېرته ځو؛ ځکه چې اولادونه مو وږي دي.»

حامد زیاتوي چې نهه میاشتې یې د ایران په بندر عباس کې د ورځې په ۲۵۰زره تومانو کار کړی، څو د خپلې کورنۍ لپاره پیسې وګټي، خو د ایران پولیسو له لوري ونیول شو.

هغه د ایران پوليسو د ناوړه چلند په اړه وويل: «موږ یې له نيولو وروسته «دو پیاله کمپ» ته بوتلو، شپږ ورځې يې ووهلو او ښکنځلې به یې کولې، سپکاوی به یې کاوه، اوبه او ‎ډوډۍ به یې نه راکول، له خپل جیبه به مو پیسې مصرفولې، کومې پیسې مو چې لرلې په کمپ کې خلاصې شوې او په خالي لاسونو رد مرز شوو.»

په همدې حال کې، د بدخشان اوسېدونکى ٢٧ کلن سخي‌احمد بارز چې له ايرانه را ایستل شوی، وايي، پر دې سربېره چې پاسپورت او ويزه هم يې درلودل، خو د هغه هېواد د پوليسو له خوا نيول شوی او را ایستل شوی.

هغه زیاته کړه: «خپل کار ته په لاره وم او تازه مې کار پیدا کړی و چې پولیسو ونیولم او زما پاسپورت یې چې ویزه هم پرې لګېدلې وه، څیرې کړ او ویې ویل چې دا پاسپورت افغانستان ته په درد لګیږي، دلته نه چلیږي.»

سخي‌احمد وايي، د ویزې پیسې یې له یوه ملګر پور کړې وې او هیله یې درلوده چې کار به وکړي او پور به یې ورکړي.

هغه زیاته کړه: «‌همدا چې افغان د پولیسو لاس ته ورشي، فقط باسي یې، هر څومره چې ووایو چې ویزه لرو، څوک غوږ نه ږدي او له خبرو سره مو عقده‌یي چلند کوي.‎»

سرچینه له اسلامي امارته غواړي چې له ډیپلوماتیکې لارې د افغان کډوالو ستونزې هوارې کړي.

دغه راز، د کندوز اوسېدونکی ۲۷ کلن نویداحمد چې دوې ورځې مخکې د ورېښمو له پولې را اړول شوی، وايي، یو کال یې ایران کې په یوه ودانۍ کې کار کړی و، خو د پیسو له ترلاسه کولو پرته، د پولیسو له لوري نیول شوی او له پولې اړول شوی دی.‎

هغه زیاته کړه: «له مجبورۍ مې خپله کورنۍ یوازې پرېښوده، ایران ته لاړم او کارګري مې وکړه څو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم، تر سره لمر لاندې مې کار وکړ، په لاسونه مې تڼاکې شول، ملا ته مې زیان ورسېد او هیڅ پیسې مې هم ترلاسه نه کړې، له یوه جوړه کالیو سره یې رد مرز کړو.»

هغه ادعا وکړه، کله چې پوليسو هغه ونيو، پاسپورټ يې له جيبه وایست، پرې يې کړ، هغه یې ووهلو او په خالي لاسونو يې راستون کړ.

د افغان کډوالو ځورول کېدو د اسلامي امارت د چارواکو اندېښنې راپارولي

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت چارواکو په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونه غیرانساني او د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل بللی او د درولو غوښتنه یې کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمدعباس ستانکزي په دې وروستيو کې وویل چې ګاونډي هېوادونه بايد له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ونه کړي او د کډوالۍ د نړۍوالو قوانينو له مخې ورسره ښه چلند وکړي.

هغه ويلي وو، هڅه کېږي چې له ډيپلوماتيکو لارو په ګاونډيو هېوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ناوړه چلند مخنیوی وشي.

Views: 124

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.