Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مرکزي بانک سبا ۱۴ میلیون ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزی بانک اعلان کړی چې سبا (یک‌شنبه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

د افغانستان مرکزی بانک نن (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو پر شرایطو برابرو له ټولو بانکونو، د صرافي له شرکتونو او له پولي خدمتونو څخه غوښتي چې په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

یاد بانک څرګنده کړې چې د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینې زیاته کړې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل او په نغد ډول افغانستان بانک ته وسپاري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.