غزنيښار (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): غزني ښار کې د پنځلسنیم میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې چې د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د دغه ولایت ښاروالۍ ریاست د سکڼور او تخنیک امر فضلاحمد مدني رسنیو ته وويل، دغه پروژې د ښار منځ کې د کابل ـ کندهار تېرې شوې لویې لارې د ګلدان دېوالونو یا «کربونو» رنګول او جوړول او دغه راز پر دې لار د جوړو شوو دروازو رنګول شامل دي.
نوموړي وویل: « د دغه دوه طرفه سړک د ګلدان دېوالونه له روضې تر سفندې ډېر خراب شوي وو چې په بېرته جوړېدو او رنګېدو سره به د ښار په ښکلا کې رغنده رول ولري.»
هغه زياته کړه، دغه راز په داخل د ښار کې د کابل ـ کندهار لویي لارې پر سر درې غټي دروازې چې د بلخ، ترانسپورټ او غزني په نومونو یادېږي هم رنګول کېږي چې په وینا یې، دغو دروازو او د ګلدان جدولونو خپل رنګونه له لاسه ورکړي او ښار ورسره بدرنګ شوی دی.
نوموړي وویل: «پر دغو پروژو ۱۵.۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي. په یادو پروژو کې به سل نفره کار کوي او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن