جلالاباد (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو دفتر د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد د تلې په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د جلالاباد ښار شپږمې ناحيې د څلورم ګذر سيمه کې د ملګرو ملتونو پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) د ۲۴ ميليونه افغانیو په لګښت د يوه سړک جوړولو چارې پيل شوې.
هغه زياته کړه چې دغه فرعي سړک ۱۲۹۳ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې دواړو خواوو ته يې ويالې هم جوړېږي.
د نوموړي په خبره، د دغه سړک جوړولو چارې به په شپږو مياشتو کې بشپړې شي چې په دې موده کې به سلګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د سيمې اوسېدونکي هم د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي نوابخان پژواک ته وويل، د دغه سړک له جوړېدو سره به خلک له ډېرو ستونزو خلاص شي خو بايد د سړک کيفيت ته پاملرنه وشي.
د جلالاباد ښاروالۍ مسوولين وايي، هڅه کوي چې د جلالاباد ښار ټولې هغه فرعي لارې او سړکونه چې جوړ نه وي، د خپلې بودجې او مرستندويه ادارو په همکارۍ يې جوړ کړي.
Views: 280
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن