Language

افغان غرختونکي د ایران تر ټولو لوړه څوکه فتح کړه

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): افغان ورزشکار رقیب فاروقي وايي چې د دماوند په نوم د ایران تر ټولو لوړه څوکه یې فتح کړې ده.

فاروقي پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې دا څوکه پنځه زره او ۶۱۰ متره لوړوالی لري او دماوند نومیږي.

د هغه په وینا، د غره دغه څوکه نه یوازې ډېره لوړه ده، بلکې د ورختلو اسانه لار هم نه لري.

هغه زیاته کړې: «بیا مو هم د قدرت ښکاره کولو او د ورزش ودې لپاره دې څوکې ته د ختلو ویاړ ترلاسه کړ. هو! ورزش مینه ده، ورزش لېوالتیا ده او ورزش ویاړ دی.»

له دې مخکې هم یو شمېر افغان لوبغاړو په ځینو هېوادونو کې لوړې څوکې فتح کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.