جلالاباد (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): ننګرهار کې امنيتي مسوولین وايي، پرون مازدیګر د دغه ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی او يو بل ټپي دی.
مسوولين وايي، یاده نښته د يوه زيارت د ساتونکي او زيارت کوونکي ترمنځ شوې ده.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د لړم په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، پرون مازدیګر د دغه ولايت د سرهرود ولسوالۍ اړوند پير صاحب زيارت سيمه کې د زيارت د يوه ساتونکي او زيارت کوونکي ترمنځ شخړه شوې ده.
هغه زياته کړه، نښته له لفظي مشاجرې وروسته رامنځته شوې چې په کې د زيارت ساتونکي له خوا د ټوپک ډزې شوې او زيارت کوونکی وژل شوی او د زيارت ساتونکی هم ټپي شوی دی.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، زيارتکوونکي غوښتل چې زيارت ته داخل شي، خو زيارت ساتونکي اجازه نه ورکوله چې له امله یې د دواړو ترمنځ شخړه شوې ده.
Views: 172
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن