ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر: کېدونکې مرستې تر ډېره د موسسو اداري برخو کې لګېږي

د کډوالو چارو سرپرست وزیر: کېدونکې مرستې تر ډېره د موسسو اداري برخو کې لګېږي

author avatar
25 Oct 2023 - 15:59
د کډوالو چارو سرپرست وزیر: کېدونکې مرستې تر ډېره د موسسو اداري برخو کې لګېږي
author avatar
25 Oct 2023 - 15:59

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وایي، د افغانستان له خلکو سره مرستې ډېرې اعلانېږي خو اغېز یې نه معلومېږي؛ ځکه مرستې تر ډېره د موسسو په اداري برخو کې لګېږي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د مرکزي اسیا لپاره د اروپایي ټولنې د پرمختیایي مرستو برخې له مشرې سارا او د یادې ټولنې د سفیرې له مرستیال لوډویک او مل پلاوي سره په کابل کې وکتل.

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو او په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د بې‌ځایه شوو او له هغوی سره د بشري مرستو د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.

د پرمختیايي مرستو برخې مشرې سارا وویل: «اروپایي ټولنې د هرات له زلزله‌ځپلو سره څلورنیم میلیون یورو مرسته اعلان کړې، دغه راز له راستنېدونکو سره د مرستې لپاره یې د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د ۱۵ میلیون یورو هوکړه لاسلیک کړې، دا ټول د دې ښکارندویي کوي چې موږ د کډوالو د راتګ لپاره چمتو یو او افغانان هيڅکله یوازې نه پرېږدو.»

بلخوا د کډوالو چازو سرپرست وزیر ویلي، له افغانستان سره مرستې ډېرې اعلانېږي خو مثمره پایله یې نه ترسترګو کېږي؛ ځکه مرستې تر ډېره د موسسو په اداري برخو کې لګېږي.

هغه زیاته کړې، مرستې دې کډوالو ته د دایمي سرپناه، کلینیکونو او ښوونځیو جوړولو او نورو بنسټیزو پروژو کې مصرف شي څو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

نوموړي وویل: «موږ په ۲۸ ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره ښارګوټي لرو، په هغو کې د مهاجرینو ځای پر ځای کولو لپاره لومړنیو اسانتیاوو چمتو کولو ته اړتيا ده او مرستندوی هېوادونه او بنسټونه دې په دې برخه کې مرستې وکړي.»

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.