کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲) : د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړونده سیمه کې دیوې چاودنې له امله دوه تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د لړم په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند په یوه مارکېټ کې چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړې: “لومړني معلومات ښیي چې پېښه کې زموږ ۲ تنه هیودوال شهیدان او ۹ تنه ټپیان دي چې نیږدې روغتون ته انتقال شوي. “
ځدراڼ ویلي، سیمې ته د پولیسو د څیړنې ټیم رسیدلی تر څو د چاودنې علت معلوم کړي.
بلخوا د سیمې اوسیدونکو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې دا چاودنه نن ماخوستن مهال په شاوخوا اوه نیمو بجو د اتلسمې حوزې اړونده د پل خشک په سیمه کې شوې وه.
هغوی لیکلې، چې چاودنه د لوبو دتمرین په یوه صالون کې شوې ده.
تر اوسه ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
Views: 162
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن