لښکرګاه ( پژواک ، ۴ لړم ۱۴۰۲ ) : ځایي مسوولین وایي چې د هلمند زرګونو بزګرو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمد قاسم ریاض د لړم په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل؛ چې د کرنې ریاست لخوا په مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالیو کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او د کېمیاوي سرې وېش نن له سنګین ولسوالۍ څخه پیل شو.
هغه زیاته کړه، د غه پروسه د جک یا افغانانو د پوهي لوړلو د کرنې برخې مؤسسې په تخنیکي او د خوراک نړۍوال سازمان په مالي مرسته ترسره کیږي.
نوموړي دا وېش به د سنګین ولسوالۍ په ګډون د مرکز لښکرګاه، نهرسراج، ګرشک، ګرمسير، نادعلى او واشېر ولسوالیو کې زرګونو مستحقو بزګرو ته با کیفیته تخمونه او کېمیاوي سره ورکړل شي.
د ریاض په وینا، په یادو ولسوالیو کې د یوه ګډ کمېیسین لخوا مستحق بزګران په ګوته شوي دي او هر یوه بزګر ته ٥٠ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوې تخمونه،٥٠ کیلوګرامه تور او ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن