ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: دا مهال په هېواد کې په ۳۰ ژبو خبرې کېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: دا مهال په هېواد کې په ۳۰ ژبو خبرې کېږي

author avatar
27 Oct 2023 - 20:16
د اطلاعاتو او کلتور وزارت: دا مهال په هېواد کې په ۳۰ ژبو خبرې کېږي
author avatar
27 Oct 2023 - 20:16

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې دا مهال په هېواد کې په ۳۰ ژبو خبرې کېږي، چې د غني کولو، علمي او ادبي پراختیا لپاره يې هڅې روانې دي.

ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د ژبو عالي شورا لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

عزیزي په دغه ناسته کې وویل:”ژبه الله تعالی انسان ته د یوې لویې پېرزوینې په توګه ورکړې ده او د ژبو رنګارنګي هم د لوی رب ستر نعمت دی”.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معين زیاته کړه، چې د ژبو عالي شورا څخه موخه دا نه ده, چې یوه ژبه په بله بهتره وګڼل شي، بلکې له دې لارې به په ګډه د هېواد ژبو ته کار کوو او دا د اسلامي امارت مسولیت دی تر څو د هېواد د ټولو قومونو ژبو ته د کار او خدمت زمینه برابره کړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې دا مهال په هېواد کې په ۳۰ ژبو خبرې کېږي، چې د غني کولو، علمي او ادبي پراختیا لپاره يې هڅې روانې دي.

د يادونې وړ ده، چې د ژبو عالي شوار د رياست الوزرا د حکم پر بنسټ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر د معین په مشرۍ د لوړو زده کړو او د پوهنې وزارتونو، د علومو اکاډمۍ، د خلکو فرهنګ ریاست د ژبنیزو کارکوونکو او ازادو لیکوالو او ژبپوهانو په ګډون رامنځته شوې، چې موخه یې د افغانستان ملي او رسمي ژبو ترڅنګ د هېواد د لږکیو ژبو د لا ښه والي لپاره کار کول دي.

[/restrict]

Views: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.