ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د امیدوارۍ پر مهال مناسب رژیم، ورزش او ارام ذهن د سیزارین په مخنیوي کې مرسته کولای شي.»

«د امیدوارۍ پر مهال مناسب رژیم، ورزش او ارام ذهن د سیزارین په مخنیوي کې مرسته کولای شي.»

author avatar
28 Oct 2023 - 19:42
«د امیدوارۍ پر مهال مناسب رژیم، ورزش او ارام ذهن د سیزارین په مخنیوي کې مرسته کولای شي.»
author avatar
28 Oct 2023 - 19:42

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې هر کال د هېواد په روغتونونو کې څه باندې یو میلیون زیږونونه کېږي چې اووه سلنه یې د جراحي عملیاتو له لارې ترسره کېږي.

د نسایي ولادي برخې ځینې ډاکټرانې سپارښتنه کوي چې د عادي او نورمال زیږون درلودو لپاره اړتیا ده څو امیداوره مور د خوړو مناسب رژیم ولري، ورزش وکړي، د ورځې ۲۵ ګیلاس اوبه او مایعات وڅښي او دغه راز خپل ذهن ارام وساتي.

د ملالۍ زیږنتون رییسه ډاکټرې ملالۍ رحیم فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه روغتون کې ۳۵۰۰ زیږونونه د جراحي عملیاتو له لارې ترسره شوي، په داسې حال کې چې په تېر کال کې ۷۳۰۸ زیږونونه له دې لارې ترسره شوې وو.

هغه دغه راز وايي چې د ورځې یاد روغتون کې ۸۰ زیږونونه په عادي ډول او ۳۰ نور د جراحي عملیاتو له لارې ترسره کېږي.

نوموړې دې ته په اشارې چې د جراحي عملیات روغتون او ډاکټرانو ته ډېرې ستونزې لکه د ډاکټرانو بوختېدل، د بسترونو کمښت او نورې ستونزې رامنځته کوي، زیاته یې کړه: «ځینې وخت د مور او ماشوم د ژوند ژغورلو لپاره لازمه ده چې بطني جراحي عملیات ترسره شي.»

فیضي ‎وايي، د شکر، لوړ فشار او په وروستیو درېیو میاشتو کې خون ریزي ناروغۍ او د مور په رحم کې د اوبو کمېدل هغه لاملونو دي چې د جراحي عملیاتو له لارې د زیږون لامل ګرځي.

ورته مهال، د کابل ښار شفاجو روغتیایي مرکز کې د نسايي ولادي ناروغیو معالجه ډاکټره سونیتا بهرام سپارښتنه کوي چې امیداورې میندې باید د امیدوارۍ په وخت کې په منظم ډول هره میاشت نسایي ولادي ډاکټرې ته مراجعه وکړي.

دغه راز، ډاکټره بهرام زیاتوي چې امیدوارې میندې باید د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه دوه ساعته استراحت وکړي، په ۲۴ ساعتونو کې د فزیکي فعالیت ترڅنګ لږ تر لږه ۱۵ دقیقې پیاده مزل وکړي.

هغه هم د عادي او له جراحي عملیاتو پرته زیږون درلودو لپاره د مناسب غذایي رژیم درلودل، په ورځ کې د ۲۵ ګیلاس مایعاتو څښل، مناسب ورزش، ارام ذهن او د اضطراب او اندېښنې نه شتون اغېزناک بولي.

نوموړې څرګنده کړه: «د زیږون پروسه پیش‌بیني کیدای نه شي، سره له دې چې مور روغتیایي ستونزه هم ونه لري، امکان لري د زیږون په وخت کې عملیاتو ته اړتیا پیدا شي او یا امکان لري د عملیات په وخت کې عملیاتو ته اړتیا نه وي او په نورمال ډول زیږون ترسره شي.»

ورته مهال، په کیم معالجوي روغتون کې د نسایي ولادي متخصصې ډاکټرې وحیدې مهمند وویل: «سیزارین د وړاندوینې او مخنيوي وړ نه دی او په طبابت کې یو بېړنی او ایمرجنسي حالت دی؛ کله چې د عادي زیږون پروسه کې ستونزه رامنځته کېږي، دغه عمل ترسره کېږي.»

هغه هم د خوړو مناسب رژیم، د کافي مایعاتو څښل، د وینې فشار او شکر کنټرولول او د زیږونونو ترمنځ د وقفې مراعتول د زیږون پر مهال د جراحي عملیاتو په مخنیوي کې اغېزمن وبلل.

د عامې روغتیا وزارت د امیدوارۍ روغتیا رییسه ډاکټره نفیسه سهاک وایي: «د جراحي عملیاتو کچه د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې لوړه نه ده.»

هغې سره له دې چې د هېواد په کچه يې د زیږونونو کره شمېره ونه ښوده خو زیاته یې کړه، په هرو ۱۰۰ زیږونونو کې ۹۳ یې په عادي او نورمال ډول او پاتې نور یې د جراحي عملیاتو له لارې ترسره کېږي.

نوموړې په ټینګار سره وايي: «موږ وتوانېدو چې زیږونونه په نارمل حد او د سیزارین کچه ټېټه وساتو، په داسې حال کې چي په نورو هېوادونو کې ۱۰ تر ۱۵ سلنه زیږونونه د جراحي عملیاتو له لارې ترسره کېږي.»

نوموړې زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت د دې ستونزې د حل په موخه د پوهاوي پروګرامونه لري او هره ورځ په روغتیايي مرکزونو کې میندو ته پوهاوی ورکول کېږي.

سهاک له امیدوارو میندو وغوښتل چې د امیدوارۍ پر مهال په منظم ډول ډاکټرې ته مراجعه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پژواک ته وویل، په تېر لمریز کال کې د هېواد په روغتونونو کې یو عشاریه یو میلیون زیږونونه ثبت شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.