جلالاباد (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د لړم په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازدیګر ناوخته د دغه ولایت بټيکوټ ولسوالۍ په نغلو سيمه کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس په ډزو وژلی دی.
هغه زياته کړه چې دغه کس په خپله حجره کې وژل شوی دی.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل، ياد کس شخصي دښمني درلوده چې ښايي د خپلو دښمنانو له لوري وژل شوی وي.
خو د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلی وايي، د بټيکوټ امنیې قوماندانۍ مسوولين د پېښې ځای ته رسېدلي، د پېښې څېړنه او د عاملينو د نيولو هڅې یې پیل کړې دي.
Views: 266
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن