ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک او فرهنګیان په بلخ کې د «نه ګنبد» لرغوني جومات بیارغولو غوښتنه کوي

یو شمېر خلک او فرهنګیان په بلخ کې د «نه ګنبد» لرغوني جومات بیارغولو غوښتنه کوي

author avatar
29 Oct 2023 - 12:19
یو شمېر خلک او فرهنګیان په بلخ کې د «نه ګنبد» لرغوني جومات بیارغولو غوښتنه کوي
author avatar
29 Oct 2023 - 12:19

مزارشریف (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نه ګُنبد (حج پیاده) تاریخي جومات پر ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته یې د بیارغولو غوښتنه کوي.

یاد جومات چې په هېواد کې تر ټولو لرغونی جومات بلل کېږي، یو مهال د سیمې په کچه لوړ معنوي ارزښت درلود، خو اوس یې ټول ګنبدونه نړېدلي او یوازې څلورو خواوو ته یې لوېدلي دېوالونه پاتې دي.

د دغه جومات رغولو مقدماتي چارې شاوخوا پنځه کاله مخکې د امریکا متحده ایالتونو په مالي ملاتړ او د اغاخان بنسټ په همکارۍ پیل شوې خو د نامعلومو دلایلو له امله بېرته وځنډېدې.

اوس د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان وایي، که حکومت دغه مهم فرهنګي میراث ته پاملرنه ونه کړي، ښايي نور هم تخریب شيږ

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس او لیکوال صالح‌محمد خلیق وایي، نه ګُنبد (حج پیاده) جومات د هېواد تر ټولو لرغونی جومات بلل کېږي چې تر دې مهاله یې اثار او نښې پاتې دي.

هغه زیاتوي چې د دغه جومات رغولو لپاره بېلابېلو حکومتونو هڅې کړې او د لومړي ځل لپاره د سردار محمدداوود خان واکمنۍ پر مهال ورته یو فلزي محافظتي چتر جوړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه جومات د لومړي قمري قرن په وروستیو کلونو کې جوړ شوی، تر دې وړاندې هم دغه ځای د زردشتیانو واکمنۍ پر مهال د نوبهار اتشکدې په نوم یادیده چې له همدې امله تاریخي ارزښت لري.

نه ګُنبد (حج پیاده) جومات د مزارشریف له ښاره ۲۰ کیلومتره لرې د بلخ ولسوالۍ په لوېدیځه برخه کې موقعیت لري.

د مزارشریف اوسېدونکی محمد‌فیاض چې د دغه لرغوني جومات لیدو ته ورغلی وایي، د دغه جومات په لیدو خواشینی دی؛ ځکه د ویجاړېدو په حال کې دی.

هغه وایي: «دا ځای مې ولید، وضعیت یې ډېر خراب دی، خواشینی شوم، دا ځای د ویجاړېدو په حال کې دی، حکومت باید د دغه ډول فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنه وکړي.»

دغه راز د بلخ یو بل اوسېدونکی ننګیالی هم ورته څرګندونې کوي او وایي که حکومت دغه ډول تاریخي او فرهنګي میراثونه ورغوي نو ډېر بهرني او کورني سیلانیان به جذب کړي.

دغه راز له سرپله دې سیمې ته ورغلی یو سیلاني میرویس وایي، دغه تاریخي میراث باید وساتل شي او حکومت یې باید د رغولو چارې پیل کړي.

هغه زیاتوي چې له دې لارې هم حکومت ته د عوایدو سرچينه پیدا کېږي او هم خلکو ته کاري فرصتونه او د ګټې وټې لار جوړېږي.

بل لور ته د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ مدیر ذبیح‌الله اریایي وایي، شاوخوا پنځه کاله وړاندې د یادې تاریخي ابدې رغولو چارې د اغاخان فرهنګي بنسټ له لوري پیل شوې وې.

هغه زیاتوي، اغاخان بنسټ دا مهال هرات کې د یو شمېر تاریخي ابدو رغولو چارې پیل کړې، ښایي بېرته بلخ ته د نه ګُنبد جومات رغولو لپاره راشي.

د يادونې ده، د نه ګُنبد (حج پیاده) پر جومات سربېره، په بلخ کې ګڼ شمېر نور تاريخي ځایونه او ابدې هم د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او خلک يې د بيارغولو غوښتنه کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.