Language

سرپل کې کروندګر د پیازو بیې بې‌ساري ټیټېدو اندېښمن کړي

سرپل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): د سرپل بزګر په دغه ولایت کې د پیازو بیو بې‌ساري ټیټېدو اندېښمن کړي او له حکومت غواړي چې له دوی سره د بازارموندنې او د لویو سړو خونو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

د سرپل د کرنې مسوولین د بزګرو شکایتونه پر ځای بولي، وایي چې دا ستونزه یې له کرنې وزارت سره شریکه کړې او له وزارت او موسسو یې د مرستې غوښتنه کړې، څو د سړو خونو په جوړولو له کروندګرو سره مرسته وکړي.

د سرپل د سیداباد ولسوالۍ یو بزګر عبدالحی پژواک ته وايي چې په لس جریبه ځمکه یې پیاز کرلي او یو نیم میلیون افغانۍ یې په کښت، سرې، درملو، کارګرو او اوبولګولو مصرف کړې دي.

 خو هغه وایي چې سږ کال یو من پیاز په ۴۰ افغانۍ دي په داسې حال کې تېر کال یو من پیاز په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېدل.

نوموړي وویل: «سږ کال مې خپل مصرف نه شم پوره کولای تر اویا سلنه زیانمن شوی یم.»

د سیداباد ولسوالۍ یوه بل کروندګر ستار وویل چې تېر کال پیازو بیه ښه وه، هغه پیاز وکرل خو سږ کال د پیازو بیه د پام وړ ټيټه شوې ده.

 هغه وایي: «له دوستانو نه مې پیسې پور کړې، په ۱۵ جریبه ځمکه مې پیاز وکرل، اوس حیران یم چې د خلکو پور ځنګه ورکړم.»

هغه له حکومت غواړي چې د دوی د محصولاتو لپاره دې بازار موندنه وکړي او یا هم دې د ولایت په کچه لویې سړې خونې جوړې کړي څو بزګر خپل حاصلات وساتي او په موقع یې بازار ته وړاندې کړي.

له بلې خوا، د سرپل کرنې رییس قاري عبدالقادر وحدت د کروندګرو شکایتونونه پر ځای بولي او وایي، د پیازو د ټيټې بیې لامل د سالنګ د لارې بندېدل او په هېواد کې حده ډېر د پیازو کرل دي چې د یادې لارې په پرانیستلو سره به د پیازو بیې لوړې شي.

د وحدت په خبره، د سرپل کرنې ریاست د یادې ستونزې د هواري په موخه له کرنې وزارت او موسسو په دغه ولایت کې د سړوخونو جوړولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه دا کار عملي شوی نه دی.

د سرپل د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۸۵۰ هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي چې ۲۰ زره متریک ټنه حاصل یې ورکړی، په داسې حال کې چې تېر کال پر ۱۲۳۴ هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي و او۳۶۸۸۴.۲۸ متریک ټنه یې حاصل ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.