ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د غازي امان‌الله خان لسټ اې کرکټ سيالۍ پيل شوې

ننګرهار کې د غازي امان‌الله خان لسټ اې کرکټ سيالۍ پيل شوې

author avatar
29 Oct 2023 - 17:43
ننګرهار کې د غازي امان‌الله خان لسټ اې کرکټ سيالۍ پيل شوې
author avatar
29 Oct 2023 - 17:43

جلال‌اباد (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): ننګرهار کې د زونونو په کچه شپږم پړاو د غازي امان‌الله خان لسټ اې کرکټ سيالۍ پیل شوې.

په دغو سياليو کې د پنځو زونونو لوبډلې يو له بل سره د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي او هره لوبډله به اته لوبې ترسره کوي.

په لومړۍ لوبه کې نن امو زون خپلې سیالې لوبډلې مس‌عینک ته په ۳ ویکټو ماته ورکړه او د دې سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دغه راز ټاکل شوې چې سبا سپين‌غر لوبډله له بند امير سره لوبه وکړي.

د دغو سيالو د پيل مراسمو ته نن د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس ميرويس اشرف او د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحميزی هم ورغلي وو.

د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي وويل، دا لوبې د لومړي ځل لپاره د ملي سپورټ ټلوېزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي او لومړی ځل دی چې ټولې لوبې په یوه لوبغالي (د غازي امان‌الله خان لوبغالی) کې ترسره کېږي.

دی وايي، په دغو سیالیو کې د هېواد د پنځو زونونو منتخبې لوبډلې برخه لري؛ هره لوبډله به په لومړي پړاو کې ۸ لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو پایلوبې ته چې د راتلونکې اکتوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه پلان شوې ده، لاره ومومي.

په دغو سياليو کې لوبېدونکي لوبغاړي خوښ دي چې په دې ډول لويو سيالو کې یې د ګډون چانس ترلاسه کړی دی.

د بندامير لوبډلې لوبډلمشر ناصر جمال وايي، د لسټ اې سيالۍ د تجربو ترلاسه کولو او نړۍوال کرکټ ته د نوو لوبغاړو وړاندې کولو لپاره ډېرې مهمې دي.

دی وايي: «په دغو سياليو کې موږ کولی شو چې پخواني لوبغاړي له نوو لوبغاړو زده‌کړه وکړي او هم نوي لوبغاړي د پخوانيو لوبغاړو له تجربو زده‌کړه کوي.»

د یادونې ده، د نننۍ سیالۍ غوره لوبغاړی عبدالواسیع اعلان شو.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.