Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په شپږو ولایتونو کې له څه باندې ۱۷۵۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په دایکنډي، فراه او نیمروز کې له څه باندې ۶۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو، په لوګر او جوزجان کې له څه باندې شپږ زره کورنیو سره نغدي او په پنجشېر کې له پنځه زره بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې مرستې وشوې.

د دایکنډي ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ولایت په مرکز نیلي، کجران او پاتو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان له لوري له ۴۷۶۳ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، ۶.۲۵ کیلوګرامه دال، نیمه کیلو مالګه او درې کیلوګرامه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شول.

د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې هم د خوړولو نړیوال سازمان له لورې له ۱۳۹۹ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکیو مرسته شوې ده.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب‌خېل هم وایي چې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو (UNOPS) دفتر په مالي ملاتړ له لورې پر شاوخوا درې زره اړمنو کورنیو ۱۷.۷ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۶۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د یو بل خبر له مخې، د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ رییس فضل‌الله دیوبندي وایي، په تېرو اوو ورځو کې د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو له پنځه زره بزګرانو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي مرسته او د ناروې کمېټې په همکارۍ، د غنمو د اصلاح شوي تخم او تورې کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، له هر بزګر سره پنځوس کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او پنځه کیلوګرامه توره سره مرسته شوي دي.

دیوبندي وایي، دغه مرسته د ترسره شوې سروې له مخې له هغو بزګرانو سره شوې چې تر دوه جریب ډېره ځمکه یې کرلې ده.

د جوزجان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس ملا طلحه وایي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان، فیض‌اباد او آقچه ولسوالیو کې له ۳۲۰۸ کورنیو سره د سرپناه جوړولو په موخه په درېو مرحلو کې نقدي مرسته کیږي.

هغه وویل چې د یادو مرستو په لومړۍ مرحله کې نن له یادو ۳۲۰۸ کورنیو څخه هرې کورنۍ سره ۲۴۶۰۰ افغانۍ مرسته وشوه.

د هغه په خبره چې د یادو کسانو کورونو د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ او یا هم زیانمن شوي وو او اوس ورسره د بیارغولو په موخه دغه مرسته کیږي.

هغه وویل چې د دغو مرستو په دوېمه مرحل کې به له یادو هرې کورنۍ سره ۴۳۹۰۰ او په درېمه مرحله کې به ۴۱۰۰۰ افغانۍ مرسته وشي.

د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي عبدالله ریاض وایي چې د دغه ولایت په دلارم ولسوالۍ کې له ۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکیو مرستې وشوې.

د یو بل خبر له مخې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، په لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې ۱۵۰۰ یتیمانو، کونډو او معلولینو د اتو میلیون او ۲۵۰ زرو افغانیو په ارزښت اوړه، غوړي، وریجې، سوجي اوړه، مکروني، بوره، چای، لوبیا او دال  وېشل کېږي.

سرچینه زیاتوي چې په دې اړه نن دغه وزارت له یوه خیریه بنسټ سره هوکړه لاسلیک کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.