[restrict paid=”true”]
ترینکوټ (پژواک، ٩ لړم ١٤٠٢): د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني وویل، دغه ترافیکي پېښه نن ماښام شپږ بجې د ولسوالۍ په زرتالې سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، د دوو موټرسایکلونو ترمنځ ټکر کې یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
اروزګانی وایي، له پېښي وروسته سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او ټپي کس یې ولایتي روغتون ته انتقال کړی.
[/restrict]
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن