جلالاباد (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو تورخم ته له افغان کډوالو سره د مرستې په موخه ګڼ شمېر نقليه وسايط لېږلي دي.
مسوولين وايي، په دغو وسايطو کې د اوبو ټانکرونه، سيار تشنابونه او لوی موټرونه شامل دي چې کډوال به د اړتيا په صورت کې تر خپلو سيمو رسوي.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د لړم په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د قول اردو د قوماندان په هدایت له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په موخه ګڼ شمېر وسایط تورخم ته ولېږل شول.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو وسايطو لومړۍ جوپه تېره شپه تورخم ښارګوټي ته رسېدلې او مرستې يې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه، په دغو وسايطو کې د اوبو ټانکرونه، سيار تشنابونه، اسکواټور، ټېلر او نور وسايط شامل دي.
د نوموړي په وينا د قول اردو قوماندان د لواګانو مسوولينو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د قول اردو او اړوند قطعاتو ټول وسايط او امکانات دې د ننګرهار او کونړ ولايتونو له چارواکو سره په همغږۍ د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه په کار واچوي او د هغوی ستونزو ته دې ژر تر ژره رسېدنه وکړي.
له دې مخکې د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت هم ويلي وو، ټول هغه کډوال چې هېواد ته راستنېږي د ثبت له پروسې وروسته تر خپلو سيمو او کورونو له لګښت پرته، په وړیا ډول لېږدول کېږي.
شاوخوا يوه مياشت مخکې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ، ټول هغه افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي چې د کډوالۍ اسناد نه لري، د ځینو راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه څلور میلیونه بېاسناده کډوال اوسېږي.
هره ورځ سلګونه هغه افغان کډوال چې پاکستان هېواد يې په زوره د دغه هېواد پرېښودو ته اړ کوي، د تورخم له لارې افغانستان ته راستنېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP