ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

بغلان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
1 Nov 2023 - 23:27
بغلان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
1 Nov 2023 - 23:27

پلخمري (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): د بغلان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري او بورکې ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د لړم په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې وروسته د بورکې ولسوالۍ اړوند د توشخ  په نوم سیمه کې د موټر چپه کېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه راز د ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند ډنډغوري سیمه کې هم د موټر چپه کېدو بله پېښه کې لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پژواک ته وویل، په دې پېښه کې دوه ښځې او یوه ماشومه مړې شوې، څلور ښځې او درې هلکان ټپیان دي چې د سیمې اوسېدونکو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.